حبيب الله کلکاني ( د سقاو زوی )

 

 

١٩٢٩ م دجنوري تر اوکتوبر
 

حبيب الله چي د سقاو په زوی مشهور وو د ډيورنډ د خط په هغه بله خوا کي د ١١ مياشتو په قيد بندي وو . کله چي د امان الله خان په خلاف ښورښونه پيل سوه ناڅاپه حبيب الله کلکاني د بند څخه را خلاص سو . او د ښورښيانو سره يو ځای سو .

کله چي امان الله خان د ١٩٢٩ م کال د جنوري په ٢٤ نېټه د کابل څخه د خپلي کورنۍ د غړو او يو شمېر نورو کسانو سره په موټر کي رهي سو ، په کابل کي يې په خپله امضا داسي يوه پاڼه پرې ايښې وه : ” د هيواد خير پدې کي دئ چي بايد د کار څخه لاس واخلم ، ځکه ټولي ويني تويوني او انقلابونه چي په هيواد کي دي زما سره د برخلافۍ په سبب دي ” .

او د دغي استعفی تر څنګ يې د سلطنت چاري خپل ورور سردار عنايت الله ته پرې ايښي وې .

سر دار عنايت الله خان چي فقط ٣ ورځي پاچا وو ، يو هيئت يې د سقاو زوی ته ور واستاوه چي د امان الله خان د استعفی خبر ور کړي او نور جنګ بس کړي .

د جنوري پر ١٥ نېټه حبيب الله کابل ته ور ننوتئ او د عسکرو په واسطه يې د ټولو سفارتونو امنيت ټينګ کړ ، وزيران يې و ټاکل او نور مامورين يې د دولت چوکيو ته برابر کړل .
 

حبيب الله د امان الله خان قوانين له منځه يوړه او پر ځای يې نوي قوانين منځ ته راوړل . څه موده وروسته د ده پر ضد ښورښونه پيل سوه . هغه وو چي خلکو د نادر خان څخه چي يو غښتلئ سپه سالار وو او په فرانسه کي يې ژوند کاوه غوښتنه و کړه چي د هيواد چاري په لاس کي واخلي . نادر خان هم و منله ، د پکتيا د لاري هيواد ته ور ننوتئ او د افغانستان چاري يې په لاس کي واخيستې .