پاچا امان الله خان
 

پاچا امان الله خان د امير حبيب الله خان زوی وو . دی د پلار تر مرګ وروسته د ١٩١٩ م کال د مارچ د مياشتي په اوله نېټه پاچا سو . کله چي امير حبيب الله خان ووژل سو نو ورور يې سردار نصرالله خان د ځان د پاره په جلال اباد کي پاچاهي اعلان کړه او انګرېزيانو ته يې د خپل ورور په شان د ښو روابطو اطمنان ور کړ . د ده پدې کار مشروطيت غوښتونکي چي يوه ډله ترقي غوښتونکي وه ډېر خواشيني سوه هغه وو چي امان الله خان د کابل په عيدګاه کي ټول عسکر ، مامورين او خلک راغونډ کړل ، لومړی يې خلک د پلار د مړيني د پيښي څخه خبر کړه او بيا يې د کابل په عيدګا کي خپله پاچاهي اعلان کړه .


د کابل عيدګاه

امان الله خان پداسي حال کي چي د سفر درشي يې اغوستې وه خلکو ته يې داسي بيانيه ورکړه :

* ” اې زما ګران ملته ! زه به دغه د عسکرۍ درشي د ځان څخه و نه باسم څو د هيواد مور ته مي د ازادۍ کالي نه وي ور په تن کړئ .
* زه به دغه توره تيکي ته دننه نه کړم څو د خپل ګران ملت د حقوقو تېري کوونکي مي پر ځای نه دي کښېنولي .
* اې زما ګران ملته او سر ښندونکو عسکرو ! راوړئ چي خپله اخري هستي د خپل هيواد د ساتني د پاره ، راسئ چي خپل د ننګه ډک سرونه مو د خپل هيواد د خلاصون د پاره قربان کړو” .

دا يې و ويل او د افغانستان بشپړه ازادي يې اعلان کړه . د ده د پاچاهۍ د پيل سره د ده د پلار او نيکه د انګرېزانو د پلوي سياست پای ته و رسېد او نوموړي د افغانستان پوره خپلواکي اعلان کړه .

د ١٩١٩ عيسوي کال د می پر پنځمه نېټه يې د انګريزانو پر پوستو باندي په درو جبهو کي حملې وکړې چي دغه نو د افغانستان او انګريزانو دريم جنګ دئ . د جنګ د ډېر شدت په نتيجه کي دواړو خواوو سوله سره وکړه .

امان الله خان د خپل نيکه امير عبدا لرحمن خان د سياست په خلاف د خپل شمالي ګاونډي ( روسيې ) دوستۍ ته لاس واچاوه . په هيواد کي يې ډېر اجتماعي او سياسي اصلاحات پيل کړه چي د يوې خوا د شوروي سره دوستي او دبلي خوا څخه د امان الله خان دغه ژر اصلاحات ، اجتماعي پر مخ تګونه او د انګرېزانو پروپاګنده سبب سوه چي خلک دده په مخ کي و درېدل او ښورښونه يې وکړه . هغه وو چي د کابل چاري حبيب الله کلکاني ته چي د سقاو د زوی په نامه مشهور او په هند کي بندي وو و رسېدې .

حبيب الله پدغه وخت کي تر خپل وخت د مخه له بنده را خلاص شو . او دا چي په هيواد کي د امان الله خان په مخ کي د انګريزانو د لاس وهنو په سبب نا ارامي راغله او پاچا امان الله نه غوښته چي انسانان دي ووژل سي نو يې دغه څو جملې پر يوه سپينه پاڼه ليکلي وې ” د هيواد خير په دې کي دئ چي بايد د کار څخه لاس واخلم ، ځکه ټولي ويني تويوني او انقلابونه چي په هيواد کي دي زما سره د برخلافۍ په سبب دي ” . او پسله لسو کالو پاچاهۍ څخه د ١٩٢٩ عيسوي کال د جنوري په مياشت کي د کندهار د لاري د افغانستان څخه ووت ، ايټالې ته يې ځان و رساوه او د ژوند تر اخره پوري هلته پاته سو . کله چي وفات سو نو جنازه يې د الوتکي په واسطه افغانستان ته راوړه شوه او هلته ښخ شو .