د امير حبيب الله خان پاچاهي
 

امير حبيب الله خان د امير عبدالرحمن خان زوی په ١٩٠١ م کال کي پاچا شو . ده ته د پلار ارام هيواد ور پاته شو . د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه ، حتی د ده تر مرګ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .
 


امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راسي ، هغه وو چي د حبيبيې لېسه او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د سراج الاخبار په نامه را و ايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيګ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د برېښنا فابريکه يې په جبل سراج کي جوړه کړه .

د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنګ پيل سو . د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جګړه کي د انګرېزانو پر ضد د دوی سره ملګری سي ، خو امير د دوی نمايندګان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله .
دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انګرېزانو د ګټو ساتونکئ وو او د انګرېزانو له خوا حمايه کېدئ . دا وخت په هيواد کي د خلکو سره مترقي فکرونه پيدا سوي وه او نه يې غوښتل چي نور د انګرېزانو تر حمايې لاندي ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کي د دا ډول حکومت سره کوم چي امير حبيب الله خان يې په سر کي ناست وو مخالفت درلود. خو امير غوښتل چي دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي څو هغه وو چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا په جلال اباد کي د خيمو په يوه کمپ کي په توپنګچه و ويشتل سو او ځای پر ځای مړ شو . او پر ځای يې د ده زوی امان الله خان پاچا شو .