د امير شير علي خان پاچاهي
( ١٨٦١ م ــ ١٨٧٨ م )


امير دوست محمد خان چي مړ سو د ده تر مرګ وروسته يې د زامنو تر منځ د پاچاهۍ پر سر مخالفتونه پيدا سول هغه وو چي د ده زوی سردار شير علي خان په هرات کي د خپل امارت اعلان و کړ ١٢ د ذيحجې ١٢٧٨ هـ ق ١٨٦١ م .
د ده سره په هرات کي سيد جمال الدين افغان وو . سيد جمال الدين امير شيرعلي خان ته د مدني او داخلي اصلاحاتو پروګرام وړاندي کړ ، مګر امير چي د خپلو وروڼو د سختو مخالفتونو سره مخامخ وو د سيد دغه پروګرام يې دا ځلي عملي نه کړای سوای .

په ١٢٨٠ هـ ق ١٨٦٣ م کال کي د مهمندو قومونه و انګرېزانو ته پورته سول . امير شير علي خان خپل زوی محمد علي خان د محمد رفيق خان لودين ( چي د امير وزير وو ) په ملګري مهمندو ته ور ولېږه چي د هغو سره خپل اړيکي و ساتي . مګر انګرېزانو د امير شيرعلي خان پاچاهي په رسميت و نه پېژندل او د ده ورور محمد اعظم خان يې په پېښور کي د ده پر ضد و ساتئ .
امير شيرعلي خان ته د يوې خوا روسی خرس او د بلي خوا انګريزی زمري ولاړ وه . پدغه وخت کي که انګرېز د هند د خوا پر امير فشار راوړ نو روسيې د شمال له خوا پر ده فشار راوړ ، هغه وو چي پدغه وخت کي سردار عبدالرحمن خان چي د روسانو سره په بخارا کي وو ، پر کابل حمله و کړه او کابل يې و نيوئ . او د امير شير علي خان مشر ورور امير محمد افضل خان يې پر تخت کښېناوه .

امير افضل خان د کورنيو جنګو په نتيجه کي مړ سو او پر ځای يې د ده ورور امير محمد اعظم خان پاچا سو ١٢٤٨ هـ ق ، د ده وراره سردار عبدالر حمن خان تر امو پوري ټولي مځکي و نيولې او په کابل پوري يې و تړلې .

امير شير علي خان چي کابل له لاسه ورکړ خو هرات او کندهار يې په لاس کي وه او د هغه ځايه يې حرکت را و کړ او کابل يې بيرته و نيوئ ١٨٦٨ م . امير محمد اعظم خان او عبدالرحمن خان دواړه ايران ته و غورځېده . او امير شيرعلي خان د دوهم ځل له پاره پاچا سو .

دا ځل يې د سيد د اصلاحاتو پروګرام عملي کړ چي په لاندي ډول وو :
• عصري ښوونځي يې جوړ کړه
• د شمس النهار اخبار يې را و ايست
• په کابل کي يې يوه چاپخانه را و ايستله
• کتابونه يې چاپ کړل
• کابينه يې جوړه کړه
• عصري لښکر يې برابر کړ
• لويه جرګه يې جوړه کړه
• نور اصلاحات يې را و ايستل

په ١٨٦٨ م کال کي د امير شيرعلي خان دولت انګرېزانو په رسميت و پېژانده . امير د تزاري روسې سره هم د هيواد د شمالي سرحدونو خبره معلومه کړه او د ايران سره يې د هلمند د رود د اوبو وېش و کړ .

په دغه وخت کي روسيې هم پر خيوه باندي حمله و کړه او هغه مځکه يې و نيول او د کابل دربار ته يې يو سفير را و لېږه . د روسې د سفير را تګ کابل ته انګرېزان وارخطا کړل هغه وو چي د افغان او انګرېز دوهم جنګ يې پيل کړ .