د افغان او انګرېز دوهمه جګړه :
 

د ١٨٧٨ م کال د نوويمبر په مياشت کي انګرېزان د بولان ، تورخم او کورم له لاري د درنې توپخانې او ٣٥٠٠٠ عسکرو سره را مخ ته سوه . امير شيرعلي خان مزار ته حرکت وکړ څو د روسانو څخه مرسته و غواړي . روسانو مرسته ور سره و نه کړه او امير په مزار کي مړ سو .

د امير شير علي خان تر حرکت وروسته د کابل حالت ډېر خراب وو انګرېزان مخته راتله څو په اخر کي يې سردارانو سردار محمد يعقوب خان پسله ٨ کالو بند څخه د بنديخانې څخه را و ايست او پاچا يې کړ .

امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی وو انګرېزانو و نيوئ او ګندمک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دئ بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي خرابترينه معاهده په امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .

د ګندمک د معاهدې له مخي افغانستان پښين ، کورم او خيبر له لاسه ورکړه او هم د دې قرارداد له مخي د انګرېز نماينده په کابل کي ځای پر ځای سو .

دا کار د افغان ملت د منلو وړ نه وو ځکه نو مجاهدينو په مېړانه د انګرېز سره جنګ پيل کړ . د انګرېز نماينده ( کيوناري ) يې د ټولو ملګرو سره د کابل په بالا حصار کي مړ کړ او د بلي خوا د کندهار په ميوند کي غازي ايوب خان د امير شير علي خان زوی او پښتنې پېغلي ملالۍ د انګرېز و لښکر ته سخته ماته ورکړه ٢٧ د جولای ١٨٨٠ م .

انګرېزانو چي د دې وار بيا ماته و خوړه او نه يې سوای کولای چي په افغانستان کي ځان ټينګ کړي نو يې سردار عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راو غوښت او په کابل کي يې پر تخت کښېناوه ٢٧ د جولای ١٨٨٠ م .