د امير دوست محمد خان دوهمه پلا پاچاهي

که څه هم هيواد د افغاني مجاهدينو په وينو د انګرېزانو څخه خلاصون پيدا کړ او د هغو د لاس له برکته امير دوست محمد خان بيا د افغانستان پاچا سو مګر امير بيا هم افغان مجاهدين چي نومونه يې لاندي ليکل سوي دي د باور وړ و نه بلل او هيواد يې د خپلو زامنو تر منځ و وېشه .
 

 

افغاني مجاهدين :
نايب امين الله خان لوګری
سردار سلطان احمد خان سرکار
محمد شاه خان بابکر خېل
نواب محمد زمان خان او د ده زوی شجاع الدوله خان
محمد عثمان خان
نواب جبار خان
مسجدي خان او نور .

د امير دې کار نه يوازي افغاني مجاهدين نا راضه کړه بلکي د امير ټوله وروڼه هم د ده څخه ناراضه سول او امير لکه تيمور شاه د کورنيو مخالفتونو سره مخامخ سو .

ايران د افغانستان د مرکزي دولت د کمزورۍ څخه استفاده و کړه او پر هرات يې حمله و کړه او و يې نيوئ . امير د هغه تړون له مخي چي د انګرېزانو سره يې کړئ وو د انګرېزانو څخه مرسته و غوښته او د بلي خوا د افغان غيرتمند اولس دا و نه منله چي د هيواد يوه برخه دي يې د بېګانوو تر لاس لاندي وي نو يې پاڅون و کړ او هرات يې د ايران د قاجاري دولت له لاسه خلاص کړ ٢٧ د جولای ١٨٥٧ م ، امير دوست محمد خان هم هلته مړ سو او د هرات په ګازرګاه کي د خواجه عبدالله انصاري په هديره کي خاورو ته و سپارل سو ١٨٦١ م .

امير د خپلي لومړۍ پلا پاچاهۍ په دوره کي هيواد د خپلو وروڼو تر مينځ وېشلئ وو . هغوی په ازادي سره حکومت کاوه ماليې يې ټولولې او په خپله يې اخيستلې او څه چي زړه غوښتل هغه يې په هيواد کي کوله .

امير دوست محمد خان په دوهمه ځل پاچاهي کي هيواد د خپلو زامنو تر منځ و وېشه . يوازنی توپير يې داوو چي د ده زامن د مرکزي حکومت سره تړلي وه او د خپلو سيمو عايدات يې د مرکز سره شريکول او د مرکز بې اجازې يې کارونه نه کول .

د امير دوست محمد خان څخه ٥٢ اولادونه پاتي سول چي د هغو د جملې څخه يې ٢٩ زامن وه . د امير دوست محمد خان تر مرګ وروسته امير شير علي خان پاچا سو .