محمد داوود خان ١٣٥٢ د سرطان ٢٦ څخه د ١٣٥٧ د ثور تر ٧ پوري ښاغلی محمد داود د سردار محمد عزيز خان زوی او د اعليحضرت محمد ظاهر خان د تره زوی دئ . په ١٢٨٧ هـ ل کال کي په کابل کي زېږېدلئ دئ . لومړی يې خپلي زده کړي د حبيبيې په لېسه کي کړي دي او بيا د لوړو زده کړو د پاره فرانسې ته تللې دئ . د نادر خان په وخت کي د يو څه مودې د پاره د خارجه چارو د وزير په توګه موظف سو . په ١٣١٤ هـ ل کال کي د کندهار د والي او عسکري قواوو د مشر په توګه و ټاکل سو . په ١٣٢٦ کال کي د حربيې د وزير په توګه او بيا ١٣٣٢ کال کي د صدراعظم په توګه و ټاکل سو . په ١٣٤١ کال کي يې د صدراعظمۍ څخه استعفا وکړه . د ١٣٥٢ کال د سرطان پر ٢٦ نېټه يې د يوې کودتا په نتيجه کي لومړی جمهوريت اعلان کړ . داود خان چي د انقلاب د رهبر په نامه يادېده د خپلي جمهوري دورې د دولت د ريس ، صدراعظم ، خارجه چارو د وزير ، د ملي دفاع د وزير په توګه کار کاوه . د ده په دغه دوره کي لومړی ٧ کلن پلان جوړ او تر کار لاندي و نيول سو . د مځکو د اصلاحاتو قانون منځ ته راغی او د هغه په نتيجه کي يوې کورنۍ ته تر ٢٠٠ جريبه پوري د کرهڼي مځکه ور پرېښودل کېده او نوره يې د هيواد بې مځکو او خوارانو بزګرو ته ور کول کېده . ددې کار په سر ته رسېدو دی بريالی نه سو . داود خان د مترقي ماليات سسټم منځ ته راووست ، هغه دا وو چي په هره اندازه به عايدات او ګټه ډېرېده په هغه اندازه به يې ماليات پورته تله . د يوه نوي اساسي قانون د پاره يو کميسون جوړ سو . د داود خان په وخت کي د پخوا په شان د هيواد په عسکري چارو کي د ګاونډي هيواد شوروي اتحاد مشاورينو کار کاوه . دا ځکه چي افغانستان د ډېر وخت راهيسي د دوو لويو قوتونو تر منځ پروت وو لکه : شوروي اتحاد او لوېديز هيوادونه او شورويانو نه غوښتل چي د لوېديزو هيوادونو د جملې څخه کوم هيواد پدې منطقه کي فعاليت و لري او د بلي خوا يې دغه مشاورين په ډېر لږ مصرف دلته په کار بوخت وه . داود خان څه موده وروسته يو ګوند د ملي غورځنګ په نامه مينځ ته راوړ او يو ګونده سياست يې اعلان کړ چي بېله دغه ګوند څخه بل کوم ګوند مينځ ته نه سوای راتللای . د دې معنی دا وه چي ډيموکراسي نه وه . د ده د جمهوريت په دوره کي يو شمېر سياسي نا ارامۍ منځ ته راغلې چي د هغو په نتيجه کي داود خان نور محمد ترکي ، حفيظ الله امين ، ببرک کارمل او يو شمېر نو سياسي کسان بنديان کړه چي په نتيجه کي يې د هغو د ملګرو د خوا يوه کودتا پيل سوه . په نتيجه کي يې داود خان د خپلي کورنۍ د غړو سره په ١٣٥٧ هـ ل کال کي د ثور پر ٧ نېټه و وژل سو او د خلق دموکراتيک حکومت منځ ته راغئ چي نور محمد ترکي يې مشر وو . |