د امير دوست محمد خان پاچاهي
١٢٥٤ هـ ١٨٣٨ م

کله چي د وزير فتح خان وروڼو د سدوزو د کورنۍ کمبله ور ټوله کړه نو پخپله يې پر پاچاهي باندي تر منځ کش مکش جوړ سو څو په پای کي سردار دوست محمد خان د کابل په عيدګاه کي د خپلي پاچاهۍ اعلان و کړ او د ده په نامه خطبه و ويل سوه ١٢٥٤ هـ ١٨٣٨ م . امير دوست محمد خان د افغانستان ټول ولايتونه د خپلو زامنو تر منځ و وېشل چي پدې کار يې وروڼه ناخوښه سول او په مخالفت يې پيل و کړ . د هيواد حال ورځ په ورځ خرابېدئ . پدې وخت کي رنجت سنګ ټول پنجاب تر پېښور پوري نيولئ وو او په پېښور کي هم سردار سلطان محمد خان د امير دوست محمد خان ورور ډېر کمزورئ وو او دا بېره وه چي رنجت سنګ پر خيبر حمله وکړي . پدغه وخت کي امير دوست محمد خان د انګرېزانو څخه د پېښور د بيا اخيستلو د پاره مرسته و غوښته او په خپله د ٦٠ زرو عسکرو سره پېښور ته ولاړ هلته يې ماته و کړه او بيرته کابل ته راغئ .

امير دوست محمد خان د رنجت سنګ د ماتولو د پاره د انګرېز ، ايران او روس د دولتونو څخه مرسته و غوښتل .

پدغه وخت کي انګرېزانو خپل لومړنی سياسي او اقتصادي هيئت کابل ته را واستاوه ، د روسيې يو هيئت هم د ويکو ويچ په نامه کابل ته راغلئ وو چي د کابل دربار او د کندهار حکمرانان يې د انګرېزانو پر ضد تحريک کول . امير دوست محمد خان د انګرېز د نمايده سره خبري و کړې او د هغه سره يې و منل چي که انګرېزان امير ته ٢٠٠٠ توپکان او د سند د رود لوېديزي مځکي ور کړي نو تل به د انګرېزانو همکار او دوست وي .
مګر انګرېزانو د هند د ساتني د پاره او د روس د احتمالي مخته را تګ د مخنيوي د پاره شاه شجاع چي د افغانستان څخه تښتېدلئ وو او په هند کي اوسېدئ په نظر کي نيولئ وو . ځکه نو انګرېزانو د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ١٨٣٨ م کال کي د افغان او انګرېز لومړۍ جګړه پيل کړه او د امير دوست محمد خان د له منځه وړلو ته يې ملا و تړله .

شاه شجاع چي پدغه وخت هند ته تښتېدلئ وو ، د افغانستان د نيولو د پاره هر ډول شرايطو ته حاضر وو . د جولای په ٢٥ د١٨٣٨ م يې د هيواد څخه د باندي په شمله نومي ځای کي د رنجت سنګ او انګرېزانو سره يوه معاهده امضا کړه . شاه شجاع چي اصلا يو فراري وو د افغانستان په هکله د قرارداد کولو هيڅ حق يې نه درلود .

پدغه تړون کي شاه شجاع د افغانستان شرقي او جنوب غربي برخي انګرېزانو او سکانو ته ور و بخښلې او تر همدې وروسته د انګرېز لښکري د ده سره د سند له لاري کندهار ته او د خيبر له لاري د د ه د زوی شاهزاده تېمور سره کابل ته راغلې . شاه شجاع لومړی د اپريل په مياشت کي په کندهار کي او په اګست کي د ١٨٣٩ م کال په کابل کي تش په نامه د انګرېزان په لاس پاچا سو او امير دوست محمد خان د زامنو سره بخارا ته ولاړ .