د شاه شجاع  پاچاهي

١٢١٨ هـ ق ١٨٠٣ م

شاه شجاع چي د شاه زمان سکنی ورور وو او پدغه وخت کي په پېښور کي وو ، د دې ناوړه پيښي څخه خبر سو نو سمدستي يې لښکر برابر کړ او د کابل پر لور را رهي سو . شاه محمود هم د ٣ زرو عسکرو سره د ده و مخ ته ور ووت او شاه شجاع ماته وکړه ١٢١٦ هـ ق ١٨٠١ م .

شاه محمود چي يو ډېر عياش پاچا وو په خپله يې هيڅ کار نه کاوه او د حکومت چاري يې وزير فتح خان او د هغه وروڼو ته پرې ايښي وي نو ځکه خلک ور ته پورته سوه چي په نتيجه کي شاه شجاع کابل ته راغئ او د پاچاهۍ پر تخت کښېنوست او شاه محمود يې ايسته کړ ١٢١٨ هـ ق ١٨٠٣ م .

پدغه وخت کي چي وزير فتح خان او شاهزاده کامران د محمود زوی په کندهار کي وه ځکه نو شاه شجاع د شاه زمان زوی قيصر دوی ته ور واستاوه ، کندهار يې بېله جنګه و نيوئ .

کله چي شاه شجاع په ١٢١٩ هـ ق ١٨٠٤ م کال په پېښور کي ٣٠ زره عسکر راټول کړه او د کشمير او پنجاب پر لور يې حرکت کاوه ، پدې وخت کي د ده وراره قيصر د ده په خلاف ودرېد. شاه شجاع دا ښورښ ارام کړ او قيصر يې بيرته د کندهار حکمران کړ . د سيند د ښورښيانو سره يې جوړه وکړه او ٣٢٠ زره روپۍ يې ور څخه واخيستې .

پدې وخت کي شاه شجاع ته په هيواد کي دننه او د هيواد څخه د باندي حالات ډېر خراب وه د انګرېز قواوو د هند ډيري برخي و نيولې . پدغه وخت کي شاه شجاع د انګرېزانو سره د ګډي همکارۍ يوه معاهده امضا کړه . دغه معاهده نه يوازي د شاه شجاع په درد و نه خوړه بلکي خلک يې ورته پورته کړه او هغه وو چي شاه محمود د وزير فتح خان په مرسته دوه کاله د ده سره و جنګېدئ څو اخر شاه شجاع په هندوستان کي انګريزي دولت ته پناه يوړه ١٢٢٦ هـ ق ١٨١٤ م . شاه محمود دوهم ځل بيا پاچا سو . پدې وخت کي د شاه محمود او د وزير فتح خان د ورور سردار دوست محمد خان تر منځ مخالفت پيدا سو د شاه محمود زوی کامران د وزير فتح خان سترګه ور ړنده کړه . د وزير فتح خان غښتلو وروڼو په ټوله هيواد کي ښورښونه پيل کړه او سردار دوست محمد خان د کشمير څخه راغئ ، کابل يې و نيوئ . او له دغه وخته څخه د پاچاهي د سدوزو د کورنۍ څخه د محمد زو کورنۍ ته ولاړه .