د شاه زمان پاچاهي


د تېمورشاه تر مرګ وروسته د ده زوی شاه زمان چي مور يې يوسفزۍ وه د سردار پاينده محمد خان په مرسته په کابل کي پاچا سو . کله چي شاه زمان پاچا سو خپل وروڼه يې د کابل په بالاحصار کي بنديان کړه ، مګر د ده ورو شاه زاده همايون چي د کندهار والي وو د ده په مقابل کي و درېد. هغه په کلات کي ماته وخوړه او بلوچستان ته و تښتېد .

شاه زمان په هيواد کي دننه په سختو کورنيو جنګونو اخته سو . د ده ګاونډيانو د وروڼو د دې نفاقه څخه استفاده و کړه او د هر لوري څخه يې د هيواد سرحدونو حملې کولې .

شاه زمان لومړی په ١٢٠٨ هـ ١٧٩٣ م کي د پنجاب د تصفيې او د سيکانو د مخ نيوي د پاره توجه وکړه . کله چي پېښور ته ورسېد د ده ورور همايون د سيند د خلکو په مرسته کندهار و نيوئ . شاه زمان بيرته را و ګرځېد، کندهار يې و نيو او خپل ورور همايون يې په سترګوو ړوند کړ . پدې وخت کي د شاه زمان بل ورور محمود چي د هرات والي وو د هراته څخه لښکرکښي و کړه . شاه زمان ده ته هم ماته ورکړه . د دې ځلي دمحمود مور شاه زمان ته د محمود شفاعت و کړ او شاه زمان محمود بيرته د هرات حکمران کړ او بلخ يې هم د بخارا د اوزبکانو څخه و نيو .

شاه زمان غوښتل چي د احمدشاه بابا لويه امپراتوري بيا را ژوندۍ کړي او پر هند باندي حمله و کړي او هم د هغه ځای مسلمانان د انګرېز د تجاوزګرو قواوو څخه وساتي .

پدغه وخت کي ناپليون تر مصر پوري را رسېدلئ وو او د شاه زمان دربار ته يې يو پيغام را و لېږه او د ده څخه يې د فرانسې د دوستۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه چي په هند کي د انګرېزيانو مخه و نيسي . پدغه وخت کي شاه زمان د هند د نيولو د پاره د ډيرو قوي قواوو سره مخ پر پپېښور روان سو ٢٥ د اکتوبر ١٧٩٨ م . ده په لاهور کي د رنجت سنګ سره چي د سيکانو مشر وو ، خبري و کړې . هغه د ده خبرو ته غاړه کېښوده .

انګرېزيان هم د ده څخه په بېره کي وه او د جنګ له لاري يې نه سوای کولای چي د ده مخه و نيسي نو يې د سياسي چل څخه کار واخيست او د انګرېز د دولت يو سفير يې د ايران دربار ته واستاوه . دواړو خواوو د ١٨٠١ م کال د جنوري پر لومړۍ نېټه يوه معاهده سره لاسليک کړه . پدې معاهده کي ليکلي وه چي :

که د افغانستان پاچا پر برطانوي هند تېری وکړي نو ايران به پر افغانستان حمله کوي او که د افغانستان پاچا يا فرانسوی ناپليون پر ايران حمله وکړي نو انګرېزان به د ايران مرستي ته قوه ور استوي .

انګرېزانو د شاه زمان د له منځه وړو د پاره د ده ورور محمود او فتح خان بارکزی چي پلار (سردار پاينده محمد خان ) يې شاه زمان ور وژلئ وو او دواړه ايران ته تښتېدلي وه دې ته و هڅول چي د ايران له لاري پر افغانستان حمله وکړي . هغه وو چي دواړو لاس سره يو کړ او د هرات له لاري افغانستان ته ننوتل تر کندهار پوري يې ټولي مځکي و نيولې . پدغه وخت کي شاه زمان پر هند باندي د حملې د پاره پر هغه لور په حرکت کي وو . کله چي ددې پيښي څخه خبر سو د پېښور څخه بيرته را وګرځېد تر غزني را تېر سو . شاه زمان پدې جنګ کي ماته وکړه او محمود يې سترګي ور څخه و ايستې او پخپله په کابل کي پاچا سو او فتح خان يې وزير مقرر کړ ١٢١٥ هـ ١٨٠٠ م . تر دې وروسته افغانان خپل تر منځو په کورنيو شخړو اخته سول ، بيا نو څوک د هند د نيولو په فکر کي نه سول . افغانستان د وزير فتح خان د وروڼو په لاس کي و لوېد او شاه محمود تش په نامه پاچا وو .