د تېمورشاه پاچاهي تېمورشاه د اعليحضرت احمد شاه بابا مشر زوی دئ . دی په ١٧٤٢ م کال په مشهد کي زېږېدلئ دئ . د احمد شاه بابا د مرګ په وخت کي تېمورشاه د هرات والي وو . دی پوه او عالم سړی او د دري ژبي تکړه شاعر وو . د پلار تر مرګ وروسته دمخه تر دې چي دی کندهار ته را و رسيږي ، د احمد شاه بابا صدراعظم شاه ولي خان د احمد شاه بابا دوهم زوی سلېمان شاه چي د ده زوم وو د پاچاهۍ پر تخت کښېناوه . کله چي تيمور شاه کندهار ته را ورسېدئ نو سلېمان شاه يې د تخته څخه ايسته کړ ، شاه ولي خان يې مړ کړ او دی پاچا سو ١١٨٦ هـ ق ( ١٧٧٣ م ) . تېمور شاه پسله يو لږ مودې څخه پايتخت د کندهار څخه کابل ته کوچ کړ او په کندهار کي يې د درانيو قومونو د مشرتابه د پاره سردار پاينده محمد خان د حاجي جمال خان زوی چي د سرفراز خان په نامه يې ياداوه وټاکه . تېمورشاه د خپلي پاچاهۍ ٢٢ کلنه دوره ټوله د ښورښونو په ارامولو سره تېره کړه . په ١١٩٣ هـ ق ١٧٧٩ م کال کي د پېښور او خيبر لويانو تېمورشاه د پېښور په بالاحصار کي محاصره کړ ، خو تېمورشاه پر دوی بری و موند او دوی يې ټوله و وژل . څرنګه چي د بخارا پاچاهانو د سدوزو دولت ته د احترام په سترګه کتل نو احمدشاه بابا هم هر وخت د دوی د دوستۍ مراعت کاوه . مګر پدغه وخت کي د بخارا پاچا د مروي پر ښار باندي حمله وکړه او تېمورشاه د سل زرو عسکرو سره د کندوز او اقچې له لاري ورغئ او په نتيجه کي يې د شاه مراد سره جوړه وکړه او د آمو رود يې د دواړو هيوادو تر منځ سرحد و ټاکه ١٢٠٤ هـ ق ١٧٨٩ م . تېمورشاه ٢٤ زامن درلوده او هيواد يې د دوی تر منځ په لاندي ډول و وېشه : ١ ـــ کندهار يې همايون ته ٢ ـــ هرات يې محمود ته ٣ ـــ پېښور يې عباس ته ٤ ـــ کابل يې زمان ته ٥ ـــ غزني يې و شجاع ته ٦ ـــ کشمير يې کهندل ته ور کړ . او پخپله پسله ٢٢ کالو پاچاهۍ څخه په کابل کي مړ سو ١٢٠٧ هـ ق ١٨٩٣ م . تر ده وروسته د ده زوی شاه زمان پاچا سو . |