احمدشاه بابا

 

 

 احمد شاه بابا په اصل سدوزی او د پلار نوم يې محمد زمان خان وو . احمد شاه بابا په ١١٣٥ هـ ق کال کي زېږېدلئ دئ . پلار يې د هرات مشر وو . د مور نوم يې زرغونه انا وو چي په خټه الوکوزۍ وه . مور يې په پښتونولي د خپل زوی روزنه وکړه او ننګيالی يې لوی کړ.
د نادر افشار د وژل کېدو په وخت کي احمد شاه بابا د نادر افشار په عسکرو کي افسر وو . احمد شاه بابا د نادر افشار کورنۍ د ښورښيانو د حملو څخه و ساتله . د نادر افشار کورنۍ هغه لوی او مشهور الماس چي نادر شاه د هندوستان څخه راوړئ وو ، احمد شاه بابا ته ور و باخښه . احمد شاه بابا پدغه وخت کي ٢٥ کلن وو .

پدغه وخت کي په افغانستان کي يو سم منظم حکومت وجود نه در لود. پښتنو يوه ټينګ او زورور حکومت ته اړتيا در لوده څو هغه وو چي د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کي د پښتنو مشران سره را ټول سوه او يوه لويه جرګه يې جوړه کړه١١٦١ هجري د ١٧٤٧ م کال د اوکتوبر مياشت .
پدې جرګه کي د کندهار د ډيرو کومونو مشران د احمد شاه په ګډون سره را ټول سوي وه لکه : د غلجو مشر ( نور محمد خان )، د پوپلزو مشر ( محبت خان)، د سهاکزو
( اسحاق زو ) مشر ( موسی خان )، د نورزو مشر ( نصرالله خان )، د بارکزو مشر ( حاجي جمال ) .
جرګې نهه ورځي وخت و نيوئ بېله دې چي کومه نتيجه معلومه سي . په نهمه ورځ د مجلس ګډون کوونکو صابر شاه ملنګ ته چي اصلا د کابل وو او خلکو د يوه روحاني په سترګه ور ته کتل اختيار ور کړ چي دی دي کوم څوک انتخاب کړي . دی هم را ولاړ سو د احمد شاه بابا په لنګوټه کي يې د غنمو يو وږی ور جګ کړ او احمد شاه بابا يې په پاچاهي و ټاکئ .

دا چي احمد شاه بابا يو ډېر مهربانه سړی وو د خپل زوی او يوه غريب سړي فرق يې نه کاوه نو ډېر زيات د خلکو د باور او اعتماد وړ وګرزېدئ .

احمد شاه بابا په افغانستان کي اداري ، لښکري ، مالي او مدني تشکيلات جوړ کړه او وزيران يې مقرر کړه . د کندهار او تاشقرغان ښارونه يې جوړ کړل . پر هند يې حملې وکړې او ډېر ځايونه يې و نيول . د حيدر اباد ښار يې هلته جوړ کړ . د سرو زرو ، سپينو زرو او مسو څخه يې سکې جوړي کړې .

د سل زرو په شاو و خوا کي يې عسکر درلودل . کلني عايدات يې د پنجاب ، کشمير او سيند څخه د امو تر رود ، مشهد او د عربو تر بحيرې پوري ٣١ ميليونه روپيو ته رسېده . مګر څه چي به يې په جنګ کي غنيمت د ځان سره راوړل پدې کي شمار نه دي .

احمد شاه بابا د پښتو ژبي تکړه شاعر وو ، د شعر ديوان يې په زرو بيتونه لري او هم يې په خپل دربار کي د پوهانو او عالمانو ډېر مراعت کاوه .

احمد شاه بابا پسله ډيرو جنګي سفرونو څخه ناروغه سو او د کندهار د ښار څخه د توبې ( کوږک ) غره ته چي ښه هوا لري يوړه سو او هلته پسله څو مياشتو څخه تر ٢٦ کاله پاچاهۍ څخه وروسته په ١١٨٦ هـ ق کال کي د رجب د مياشتي پر ٢٠ نېټه د ٥١ کالو په عمر د آکلې د ناروغۍ له امله مړ سو او جنازه يې وزير شاه ولي خان کندهار ته راوړه او په هغه ځای کي چي پخپله يې خوښ کړئ وو ښخ کړ .

احمدشاه بابا اته زامن درلوده .
يادونه : د آکلې ناروغي يوه داسي ناروغي ده چي په بدن کي دانې پيدا کيږي او د هغه په واسطه د بدن نوري غوښي خوړل کيږي .