نادر افشار

 

 

١١٥٠څخه تر ١١٦٠ هـ ق

نادر افشار د امام قلي زوی وو . پلار يې پوستينونه ګنډل . کله چي نادر افشار په اصفهان کي د شاه اشرف پاچاهي ړنګه کړه نو يې مخ پر کندهار را و نيوئ .

کله چي د نادر افشار لښکر کندهار ته را و رسېدل ، په کندهار کي شاه حسين مقاومت و کړ . نادر افشار شاه حسين محاصره کړ . د محاصرې په وخت کي يې په کندهار کي د نادر اباد په نامه د يوه نوي ښار د ابادولو بنا کښېښوده ، د کندهار پخوانی ښار يې و نړاوه او په خپل نامه يې سکه و وهله . هغه وو چي پسله ١١ مياشتو محاصرې څخه شاه حسين تسليم سو . نادر افشار شاه حسين او د ده کورنۍ مازندران ته و لېږل څو شپږ مياشتي وروسته يې شاه حسين په زهرو مړ کړ .

نادر افشار د ابدالي زمان خان زامن ( ذوالفقار خان او احمد خان چي بيا احمد شاه سو) چي هوتکي شاه حسين بنديان کړي وه د بنده را خلاص کړه او په مازندران کي يې ځای ور کړ ١١٥١ هـ ق .

نادر افشار د پښتنو عسکرو ته په خپلو قواوو کي ځای ور کړ او په پښتنو يې باور او اعتماد و کړ .

کله چي نادر افشار په افغانستان کي ډېر ځايونه و نيول نو يې پر هندوستان حمله و کړه . دهلی يې و نيوئ تر ډېر چور او چپاول وروسته يې د هغه ځايه څخه ٨٧ نيم ميليونه انګليسي پونډه ، جواهرات او د کوه نور لوی الماس د ځان سره راوړل .

د نادر افشار خوی تر ډېرو فتوحاتو وروسته تغيير وکړ او د خپلو نژدې او شا و خوا خلکو په وژلو يې شروع و کړه ، څو هغه وو چي په ١١٦٠ هـ ق کال کي د خپلو نيژدې خلکو له خوا ووژل سو .