شاه حسين

 په کندهار کي چي د هوتکي پاچاهۍ مرکز وو شاه حسين د حاجي ميرويس خان کشر زوی پاته وو . کله چي شاه محمود د اصفهان پر لور لښکر کښي وکړه او هغه ځای يې و نيوئ ( ١١٣٥ هـ ق ) نو د کندهار چاري يې شاه حسين ته پرې ښودې .
شاه حسين يو علم پالونکئ پاچا وو . د ده دوره ډېره په ارامي تېره سوه دربار يې د پوهانو ، شاعرانو او د ادب د خاوندانو ډک وو . د ده په غوښتنه پټه خزانه د محمد هوتک له خوا چي د پښتو ژبي د شاعرانو د معرفي کولو د پاره يو لوی شهکار دئ د ده په دربار کي و ليکل سوه . د ده پاچاهي تر ( ١١٤٩ هـ ــ ١٧٣٦ م ) پوري دوام و کړ . د ١١٣٩ هـ ق کال د رجب په مياشت کي نادر افشار د افغانستان د نيولو په فکر دې خوا ته لښکر کښي و کړه او په کندهار کي يې د شاه حسين پر کلا باندي حمله و کړه . شاه حسين يو کال او څو مياشتي دفاع و کړه . تر ډېر مقاومت وروسته شاه حسين نادر افشار ته تسليم سو او د هوتکي پاچاهانو دوره پر دې ځای پای ته و رسېده .