شاه اشرف

  د شاه محمود ( چي د اصفهان فاتح دئ ) تر مړيني وروسته شاه اشرف په اصفهان کي د افغاني سلطنت پر تخت کښېنوست . شاه اشرف د ميرويس خان وراره او د عبدالعزيز خان زوی وو . دی ډېر هوښيار او تکړه سړی وو ، کارونه يې سره منظم کړه سيدال خان ناصري ته يې بيرته د افغاني قواوو مشر توب په لاس ورکړ او هري خوا ته يې لښکر کښي او فتحي و کړې .
شاه اشرف پدغه وخت کي د عثماني ترکانو سره چي د ايران د ډيرو ښارونو او سيمو د لاندي کولو د پاره يې لښکر کښۍ کولې مخامخ سو او هم د ايران په شمال کي د روسيې قواوو د ايران پر لور پر مختګ پيل کړ . شاه اشرف د عثماني ترکانو سره د ايران د ځينو سيمو د وېشلو قرارداد لاس ليک کړ او په شمال کي يې د روسانو د لښکر کښۍ مخه و نيوله .

پدې وخت کي د شاه اشرف دوه لوی دښمنان نادر افشار او د صفوي شاه حسين زوی طهماسب وه . د هرات ابداليانو د شاه اشرف سره مرسته نه کوله او د کندهار پاچا شاه حسين د ميرويس خان زوی نه يوازي د شاه اشرف سره مرسته نه کول بلکي د شاه اشرف څخه د ورور د وژلو د انتقام اخيستلو په فکر کي هم وو . هغه وو چي شاه اشرف ماته و خوړه او پسله ٥ کالو او ٧ مياشتو پاچاهۍ څخه افغانستان ته ولاړ او هلته د ابراهيم نومي له خوا چي د عبدالله خان بلوڅ زوی وو و وژل سو ١٧٣٠ م .