حاجي ميرويس خان هوتک

 

 

 حاجي ميرويس خان نيکه د ښالم خان زوی او په قوم هوتک وو . پلار يې د هوتکو مشر وو . د پلار تر مرګ وروسته حاجي ميرويس خان د قوم مشر توب پر غاړه واخيست او د هوتکو د مشرانو څخه يو نوميالی مشر وو . مير ويس خان درې وروڼه درلودل چي نومونه يې عبدالعزيز خان، عبدالقادر خان او يحيی خان وه ، خو په دوی کي ميرويس خان و کولای سوای چي د قوم مشر توب پر غاړه واخلي .
دمخه تر دې چي ميرويس خان د قوم مشر توب په لاس کي واخلي د غلجيو د قوم حکمراني او رياست د کندهار د جلدک څخه تر غزني پوري د سلطانملخي توخي په لاس کي وو . د ميرويس خان پلار ښالم خان د سلطان ملخي د لور نازو سره واده کړئ وو .

د يوولسمي هجري لمريزي پېړۍ په اخر کي چي زموږ د هيواد پر غربي څنډو باندي زموږ د ګاونډي هيواد ايران ( صفوي دولت ) له خوا تېری سوئ وو او زموږ د هيواد د کندهار په ښار کي د صفوي دولت د لښکرو مشر ( ګر ګين ) حکمراني کوله او د دې ښار پر خلکو يې ظلمونه کول . پدې وخت کي زموږ توريالی پښتون قوم چي هيڅکله يې د چا تېری ، د بل تر لاس لاندي والئ او ظلم نه دئ منلئ او د غليمانو دغه راز لاس اچولو ته يې په بده سترګه کتلي دي ، د ګاونډيانو د دې سلوک څخه ډېر خواشينئ سو ، نو سره را ټول سو او ښاغلئ حاجي ميرويس خان يې د قوم د مشر په توګه و ټاکه ١٧٠٩ م .

ميرويس خان څلور واره د شا حسين صفوي و دربار ته ولاړ چي هلته د ګورګين له لاسه شکايت و کړي او هم يې غوښتل چي د شاه حسين دربار د نيژدې څخه مطالعه کړي . صفوي پاچا ميرويس خان ته داسي ويلي وه : ” زه هم د ګورګين څخه بېره لرم ، هغه زما خبره هم نه مني ” .

ميرويس خان د هغه درباره څخه مايوس سو نو د هغه ځايه حج ته ولاړ . هلته يې د عربو د عالمانو څخه د صفوي دولت پر ضد د جهاد فتوا واخيسته او هيواد ته راغئ .

په کوکران کي يې يوه لويه ملي جرګه جوړه کړه او په هغه کي يې د اصفهان د دربار حال او د عربي عالمانو د فتوا په هکله معلومات ور کړ او هم يې د خلکو څخه د ملي يو والي غوښتنه وکړه . هغوی و منله چي د ده سره د هيواد په ازادي کي د ويني تر اخري څاڅکي پوري ولاړ دي . هغه وو چي ميرويس خان د قوم په مرسته په کندهار کي ګورګين له منځه يووړ د ذيقعدې ٢٩ ( ١١١٩ ) هـ ق او ملت يې د هغه له جنجاله خلاص کړ .

حاجي ميرويس خان خپل ټول ژوند د ملت د پت په ساتلواو لوړتيا کي تېر کړ . د هيواد په چارو کي به يې هر وخت جرګې جوړولې او هيڅ کار به يې د ملت بې مشورې نه
کاوه . حاجي ميرويس خان نيکه چي کله قوم په ډېره مېړانه د پردو د لاسه و ژغوره و غوښتل چي د هيواد چاري کوم بل مشر ته و سپاري . مګر قوم دا قبوله نه کړه او و يې غوښتل چي ميرويس نيکه د هيواد د پاچا په توګه و ټاکي . ميرويس نيکه و نه غوښتله چي د پاچا په توګه کار ته دوام ور کړي نو هغه وو چي د قوم د مشر په توګه يې د قوم خدمت ته دوام ور کړ . ميرويس خان د ذيحجې پر ٢٨ د ( ١١٢٨ هـ ق ــ ١٧١٥ م ) د دې جهانه ولاړ او د کندهار په کوکران کي ښخ سو .

د ميرويس خان تر مرګ وروسته د ده مشر ورور عبدالعزيز خان د ده پر ځای کښېنوست . دا سړی د خپل مشر ورور په شان د لوړ همت څښتن نه وو . کله چي يې اقتدار پيدا کړ نو سمدستي يې لويه جرګه راټوله کړه او د هغو څخه يې د صفوي دولت د اطاعت غوښتنه وکړه . ملي جرګې دغه دروند بار قبول نه کړ . مګر عبدالعزيز خان بيا هم صفوي دولت ته د اطاعت پيشنهاد و کړ چي په هغه کي يې درې شرطونه ليکلي وه :

١ ــ هغه ججه ( باج او خراج ) چي د ګورګين په وخت کي د افغانانو څخه اخيستل کېده هغه دي معاف سي .
٢ ــ د صفوي لښکرو نماينده دي کندهار ته نه راځي .
٣ ــ پاچاهي دي د عبدالعزيز په کورنۍ کي دوام و لري .

کله چي افغانان د ده د دې ناوړه کار څخه خبر سول نو څلوېښت زره نفره د ميرويس خان د مشر زوی محمود سره يو ځای سول او عبدالعزيز يې له منځه يووړ ١١٢٩ هـ ق يا ١٧١٦ م او شاه محمود يې د پاچاهۍ پر تخت کښېناوه .