د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان نومونه

 

 


افغانستان د تاريخ په اوږدو کي پدغه اوسني شکل نه وو . خو په هر صورت په دغه لاندي درو نومونو ( آريانا ، خراسان او افغانستان ) بلل سوئ دئ چي کله د دې خاوري يوه برخه او کله يې بله برخه پکښي شامله وه .

لومړی نوم يې آريانا وو چي د آريايانو د ټاټوبي مانا ور کوي .

د دې تاريخي مځکي دوهم نوم خراسان دئ چي د دريمي ميلادي پېړۍ څخه د آريانا پر ځينو مځکو کښېودل سو او بيا يې په کراره کراره د يفتليانو د امپراتورۍ ( پنځمه ميلادي پېړۍ ) څخه ډېر شهرت پيدا کړ او تر ١٦ م پېړۍ پوري يې دوام درلود .

زموږ د هيواد بل تاريخي نوم افغانستان دئ . دا نوم د ١٦ ميلادي پېړۍ په پای او د ١٧ ميلادي پېړۍ په پيل کي را منځ ته سو او د هوتکيانو د دورې سره يو ځای يې زيات شهرت و موند چي تر اوسه پوري دوام لري .
په افغانستان کي ډېر زيات قومونه ژوند کوي چي دلته يې د يوې نقشې په واسطه د اوسېدو ځای او تخميني شمېر ښکاره کوو لکه :