تاريخ

 

 

افغانستان د اسيا د لويي وچي په زړه کي يو لرغونی هيواد دئ . دا هيواد د تاريخ په اوږدو کي د اجتماعي ، سياسي ، نظامي او اقتصادي ارزش له نظره ډېر مهم موقعيت درلودلئ دئ . سربېره پر دې د دې مځکي د لومړنيو اوسېدونکو د تاريخ په هکله دقيق معلومات تر لاسه نه دي راغلي . مګر د تاريخ او لرغونپوهني پوهان د هغه سامانونو د څېړنو او تحليلونو له مخي چي د غزني د ناور په منطقه کي د کيندنو په نتيجه کي لاس ته راغلي دي داسي ښکاره کوي چي لږ تر لږه د ٢٠٠ څخه تر ١٥٠ زره کاله پخوا د ننني افغانستان په خاوره کي داسي انسانانو ژوند کړئ دئ کوم چي په ښکار بوخت وه .
په سمنګان کي د قره کمر او هزارسم د غارونو د کيندنو څخه داسي سامان او الات لاس ته راغلي دي چي د ډبري او د حيواناتو د هډکو څخه جوړ سوي دي . دا سامان الات ښکاره کوي چي پدې مځکه کي د ١٠٠ څخه تر ٧٠ زره کاله د مخه انسانانو ژوند کړئ دئ .
لرغون پېژندونکي په دې باور لري چي پدې مځکه کي تر ٢٠٠ زره کاله مخکي له نن څخه خلکو ژوند پيل کړئ دئ او تر نن ورځي پوري يې د تکامل مختلفي مرحلې تيري کړي دي خو دلته يې موږ په ډېر لنډ ډول د اريايانو د زمانې څخه بيا تر نن ورځي پوري لولو .

آريايان
تقريبا ٢٥٠٠ کاله د مخه تر ميلاد د آمو د رود په شمالي برخه کي د سپين پوستو خلکو يو لوی جمعيت ژوند کاوه . دوی په کښت او کرهڼه بوخت وه ځکه يې ځانونه اصيل او نجيب بلله . دې خلکو کوچي ژوند درلود . دوی خپل د اوسېدو مځکه د اريانا وېجه او هغه ژبه چي دوی خبري په کولې د آريک په نامه بلله او دغه خلک آريايان وه . دا چي د آريايانو شمېر زيات سو نو د آمو د سيند جنوبي برخو او باختر ( اوسنی بلخ ) ته راغله او د هندوکش د غرو په شمالي او جنوبي لمنو کي استوګن سوه . دغه خلکو د نفوسو د زياتوالي له کبله د شرق خوا ته هجرت وکړ ، د سيند تر رود ور واوښتل او د شمالي هند په پراخو اورشوګانو کي استوګن سوه . اريايانو دوه مدنيتونه منځ ته راوړل چي يو يې ويدي او بل يې اويستايي دئ .

د تاريخ د ټوله لوست ماخذونه :
د افغانستان لنډ تاريخ ( پوهاند حبيبي )
افغانستان در عهد باستان ( پوهنوال رسول باوري )
د افغانستان لنډکی تاريخ ( حبيب الله رفيع )
افغانستان در مسير تاريخ ( مير غلامحمد غبار )
Afghanistan Förr och nu ( svenska Afghanistankommittén)