اوستايي مدنيت :

 

 

د آريايانو دوهم مدنيت د افغانستان په بخدي ( بلخ ) او د هندوکش په شمالي برخو کي وو . دا مدنيت په ١٢٠٠ ق م کي شروع سوئ دئ ، کتاب يې د اوستا په نامه او مدنيت يې د اوستايي مدنيت په نامه ياديږي .

د اوستا څخه داسي معلوميږي چي آريايي قومونو په بخدي ( بلخ ) کي ډېر ښکلئ مدنيت جوړ کړ او د مالدارۍ ، ښکار کولو ، کوچي توب ، کښت او کروندې پر ځای يې ښاري او مدني ژوند پيل کړ او د استوګني ښکلي ځايونه يې جوړ کړل .

پدې دوره کي د لومړي ځل د پاره په بلخ کي د پاچاهۍ سازمان مينځ ته راغئ چي يما يې لومړنی پاچا وو چي د بلخ ښار يې جوړ کړ . پدې خلکو کي يو معين دين مينځ ته راغئ چي ځانته يې مدني او روحي قوانين او لارښودني درلودې . د دې دين اساس ايښودونکئ زردشت نومېدئ . زردشت د ( يوه ) خدای وجود ته عقيده درلوده او خلک يې د نورو خدايانو د پرستش څخه د يوه خدای عبادت ته را و بلل او د حيواناتو قرباني کول او د سوما د بوټي د شرابو چيښل چي په آریایانو کي يې رواج درلودل د منځه  يوړه . زردشت درې ښځي درلودې .