ويدي مدنيت :

 

 

د آریایانو هغه ډله چی د شرق خوا ته مهاجر سوه ، د سيند تر رود تېر سوه او د شمالي هند و پراخو مځکو ته يې ځان و رساوه . هلته يې يو نوی مدنيت جوړ کړ چي دا مدنيت يې د ويدي په نامه ياديږي ( ١٤٠٠ ) ق م . ويدي مدنيت څلور کتابونه لري چي د سانسکريټ په ژبه ليکل سوي دي چي زياتره په شعر ليکل سوي دي ، ريګ ويدا يې تر ټولو زوړ کتاب دئ .

هغه ډلي آريايانو چي هند ته کوچ وکړ هلته يې خپله مځکه د آريه ورته يا آريه ورشه په نامه و بلله چي تر اوسه پوري په پښتو کي ورشو د مځکي په مانا په خبرو کي راځي .